...

صاحب شاه صابر

ستا لیونی یم انتظار مې کوه در به شمه

زه لا ژوندی یم انتظار مې کوه در به شمه

دلته پردی ښار د پردو خلقو د نه زړه کلی

دلته پردې یم انتظار مې کوه در به شمه

لا خو زما په زړه کې مینه زاړه شوې نه ده

لا خو زلمی یم انتظار مې کوه در به شمه

ستا د وعدې سوری تر دې وخته په سر ګرځوم

كلک د وعدې يم انتظار مې کوه در به شمه

چې ستا کوڅه يې همېشه د ژوند جنت ګڼلې

هغه سړی یم انتظار مې کوه در به شمه

د تورو غرونو سپېلنو واورو نه پناه لالیه

ستا لیونی یم انتظار مې کوه در به شمه

د جانان یاده ته ورځه د جانان خوا کې اوسه

زه درپسې یم انتظار مې کوه در به شمه

ستا د یادونو سیلۍ واخیستمه در يې وړمه

بس در نزدې یم انتظار مې کوه در به شمه

د پردي ښار مسافرۍ مې صبر خوري صابره

په زړه نری یم انتظار مې کوه در به شمه