...

صاحب شاه صابر

د ښايستونو د سپرلي باد ته ګلونه کرو

په خپلو زړونو کښې د مينې ارمانونه کرو

ستا د بڼو سرونه هغسې په زړۀ ګرځوو

مونږ د ځيګر په زمکه هغسې زخمونه کرو

د وخت قاضي دې پرې څه نوي فتویٰ ولګوي

مونږ په دې خاوره نوی خيال، نوي فکرونه کرو

زمونږ خودسره منصور خېلو نسل نه ورکېږي

مونږ د دارونو په سرونو کښې سرونه کرو

مونږ د نفرت د طوفانونو پروا نه ده کړې

مونږ د زمکې په سينه کښې الفتونه کرو

دردونو لږه غوندې ساه واخلۍ چې ساه واخلمه

زه او ماښام زما په زړۀ د چا يادونه کرو

د هغه حسن د سپرلي ياد په ساتو صابره

په پرهرونو کښې ګلونه که رنګونه کرو