...

صاحب شاه صابر

د محبت د لېونو په ژبه نه پوهېږي

ستاد ښار خلک د سړو په ژبه نه پوهېږي

چا چې د کلي مازيګر سندره کړې نه وي

هغه دبام د اشارو په ژبه نه پوهېږي

زما د زړه دردونه دومره بې دليله نه دي

چې ستا د سترګو د بڼو په ژبه نه پوهېږي

د زړه تڼاکې مې په داسې بڼو وڅيرلې

چې د تڼاکو د چاودو په ژبه نه پوهېږي

هغه د خپل ظالم نظر د زوره نه دی خبر

هغه زما د اسویلو په ژبه نه پوهېږي

هغه بې لوظه بې پښتو هغه بې خوږو سړی

هغه د مينې د پښتو په ژبه نه پوهېږي

مینه خود سره وي صابره خپله خوښه کوي

د مصلحت د فلسفو په ژبه نه پوهېږي