صاحب شاه صابر
د محبت رازونه پټ ساتمه
په زړه د زړه دردونه پټ ساتمه
نور د یارانو زړونه نه یخووم
نور به د زړه زخمونه پټ ساتمه
په دې بې لوظه موسم څه اعتبار
ستا د وعدو ګلونه پټ ساتمه
د پرهرونو خولې مې وتړلې
نور د جانان یادونه پټ ساتمه
د دیوالونو نه مې ویره کيږي
ستا د راتلو وختونه پټ ساتمه
دلته د غم ژبه څوک نه پېژني
دلتکې خپل غمونه پټ ساتمه
د څکو خو څه وايې چې څه کفر دی
زه دلته تش جامونه پټ ساتمه
د ملامتو د فتوو د ویرې
په سر کښې ډير سوالونه پټ ساتمه
د خلقو خولې خو تا ته ښه پته ده
صابره ستا خطونه پټ ساتمه