صاحب شاه صابر
زما د زړه د خوږېدو
رازونه مه لټوه
اور به درپورې
شي اشنا اورنه مه لټوه
د خپلو سترګو د ظلمونو به دي کرکه وشي
مه کوه مه زما د زړه زخمونه مه لټوه
زما بي سره شوګیري درپوري ونه نښلي
زما په سترګو کي زما خوبونه مه لټوه
ارمانه مه کوه د ښکلو زړونه ډیر خیرن دي
ښکلو ته ګوره خو د ښکلو زړونه مه لټوه
په دي سرونو کي به سر وخوري د عقل رڼا
دا د وهمونو د تیارو غارونه مه لټوه
میني ریښتیا مه وایه مه کوه ستومانه به شي
ځان له زما غوندي په زور غمونه مه لټوه
په دي کوڅو کي د الفت بادونه نه الوځي
صابره دلته د الفت رنګونه مه لټوه