...

صاحب شاه صابر

په چمن کې که ګلونه که ازغي مري

خو زما د کور ښاېست زما سپرلي مري

دا مې لویه بدبختي نه ده نو څه ده؟

په پردي جنګ کې زما د بڼ زمري مري

د دنیا روزګار په سوله په صلاح شي

کوم قامونه چې د جنګ په لوري ځي مري

د دنیا اولسه هله که رادو کړۍ

سړي یو بل سره نخښتي دي سړي مري

مونږ نه هغو خلکو بلې لمبې تاو کړې

چې پخپله په پوټي غوندې لوګي مري

د خوشال په ادیره به ماتم نه وي؟

سره بڅري د ایمل د انغري مري

د اسلام د سپېڅلتیا مبلغینو

په کابل کې درنه شته مسلماني مري