...

صاحب شاه صابر

په دې ښار کې څه کمی دی

د ګلونو د رنګونو

د پستو نرمو بادونو

د ښاېست د نګهتونو

قدرت د نعمتونو

نه په دې کې خو مثال دی

نه په خو حسن کې خو سیال دی

د سپرلي د بوډۍ ټال دی

د ښاېست د اور مشال دی

بیا په ده کې څه کمی دی

بیا یې څه بد نصیبی دی

بې ورېځو بې اوبو دی

بې بارانه، بې چینو دی

بې ناموسه، بې پښتو دی

بې داستانه بې کېسو دی

نه دده خو زر داستانه

نه دده خو سل کېسې دي

د ده سل رنګه وریځې

د ده سل قسمه چینې دي

بیا په ده کې څه کمی دی

بیا یې څه بد نصیبي دی

ژبه نه لري ګونګی دی

احساس نه لري، لرګی دی

وجود نه لري پېری دی

تاریخ نه لري څه شی دی

نه، نه ژبه یې ګویا ده

د وینا سره اشنا ده

نه وجود خو یې غمی دی

نه احساس خو یې سپرلی دی

په تاریخ کې یې لوی زور دی

د "ویدي" سندرو شور دی

د "زردتشت" د فکر اور دی

د "ملالې" د پلار کور دی

بیا په ده کې څه کمی دی

بیا یې څه بد نصیبي دی

چې مېئن ترېنه خفه دی

پښتانه ورته غوسه دی

په بلا بدو یې ستایي

چې خوله پرانېزي نو وایي:

یار د کابل زه د تیراه یم

کابل دې وران شي چې جوړه تیراه له ځونه