صاحب شاه صابر
بې کوره شي چې څوک په بې درکو پسې ګرځي
درانه خلق سپکېږي چې په سپکو پسې ګرځي
زما د قام د کومې بدبختۍ به درته وایمه
چې څوک رازلمی کیږي په ټوپکو پسې ګرځي
د زرکو د کونترو ښکار د نورو مشغله شوه
زما د غرونو باز په توت خوروکو پسې ګرځي
بیا څوک د پښتنو د اتفاق سندرې وایي
دیوان یې د خوشحال په لاس خټکو پسې ګرځي
صلاح کوي جرګه کوي غونډېږي تندرونه
څوک جالې جوړوي ځان له په ډکو پسې ګړځي
د هغه غرسنۍ غړۍ مې هغسې په زړه ده
له هغسې مې فکر په کنجکو پسې ګرځي
د ښکلو په سینو کښې بې غرضه زړونه ګوري
صابر بلا وهلی دی په ورکو پسې ګرځي