صاحب شاه صابر
ټولې دنیا ته مې د یو سړي صفت کړې دی
ما په یو څو ورځو کښې څومره محبت کړی دی
زه د دې ښار د نفرتونو د بتانو دشمن
ما په دې ښار کښې د مئینو امامت کړی دی
د دې کوڅو نه صبریدل زما د وسه نه دي
ګني یارانو راته هر وخت نصیحت کړی دی
ما د هر ګوټ سره د یار د سترګو ذکر کړی
ما د شرابو په نشه کې عبادت کړی دی
هغه چې زه یې د ښایست
په صفت نه مړیدم
هغه سړي زما په هر ځائې کښې غیبت کړی دی
زما رقیب د محبت په معنٰی څه پوهیږي
هغه خو ژوند هم په یو لوئې منافقت کړی دی
ستا د یادونو د سپرلي ګلونه نه هیروي
ګني نو ما خپلو زخمونو ته منت کړی دی
د ملازو د ملامتو یې ساتلی یمه
زما احساس زما په هر ځائې کښې عزت کړی دی
د ډیرو ښکلو د ښائیست ثناء دې وي صابره
خو په غزل کښې دې د یو سړي صفت کړی دی