صاحب شاه صابر
ما د ګلونو د رنګونو دلداري کړې
ما د سپرلي د انتظار سره یاري کړې
ما د خپل زړه په رڼا ستوري د آسمان رڼول
زه که زره ووم ما د لمر سره یاري کړې
زما د زړه څړیکې به دومره بې اثره نه وي
ما د زخمونو کرونده په نري سوي کړې
د جانان ذکر مې په ژبه د غزل کړی دی
د خپل ارمان قیصه مې تل په اسوېلي کړې
مونږ د دنیا د بادشاهانو بادشاهۍ ړنګ کړې
خو یو سړي زمونږ په زړونو بادشاهي کړې
ما ته د دې خلقو د زړونو د تیارو پته ده
ما د دې کلي په کوڅو کښې ملنګي کړې
زه یې د خپل وجود د خوږ په خوږو پوهه کړمه
په ما د یار سترګو بلا مهربانې کړې
ته څه خبر یې د زړه سره تا ته څه پته
چې ستا جانان څومره په ګرانه شاعري کړې