صاحب شاه صابر
د حسن په نشه کې ليونی مخې له راغی
په چا پسي چي تلم هغه سړی مخې له راغی
زه نه يم بحتور خو دا د مينې معجزه ده
اشنا په پردي کلي کې د شپې مخي له راغی
نور هيخ نشته پوهيږمه قسم مي ماتوي
اشنا چې مي د زړه د دروازې مخې له راغی
د هغه غزل زادو سترګو رنګ مي ورله ورکړو
ستا حال يې راته ووي ستا قيصه يې راته وکړه
چي څوک ستا د پلو ستا د کوڅې مخې له راغی
لګيا و د خپل حسن په صفت نه مړيدو
زما غزل يې غلی غلی وې مخې له راغی
دا مينه ده ارمانه که د مینې مجبوري ده
زما د زړه قاتل ما له ژوندی مخې له راغی
په ډيره موده پس مې سترګې لږي شان خوږو شوي
په ډيره موده پس هغه سړی مخې له راغی
څادر د محبت يې په سر سيوری و روان و
صابر د ژوند په لاره د غرمې مخې له راغی