صاحب شاه صابر
شرابي سترګې ګلابي رنګونه
ما لېونی کړي لېوني رنګونه
ستا د جبین رڼا ته وپسخېدل
د ښایستونو د سپرلي رنګونه
په جنتونو مین څه پېژني
ستا د کوڅې مازیګري رنګونه
د جانان سترګې د نظره مه شه
په هر پرهر مې دوړوي رنګونه
خدایه لمن یې ترېنه داغ وانه خلي
په رڼو سترګو کې راوړي رنګونه
زما زخمونه اماني دردونه
زما یادونه تمامي رنګونه
د خورو زلفو سیوری مه خوروه
د خوشبویو نه شي خالي رنګونه
زه ترېنه چېرې بې نشې نه شومه
زما ساقي ماله ساتي رنګونه
سترګې مې ووځه خو ونه وینمه
د خپل جانان په مخ پردي رنګونه