صاحب شاه صابر
د نازولي زړه مې ومنله
ګنې نو ما خو مینه نه منله
عقله اوس پرېږده چې ټکرې خورمه
ما د مئين لېوني زړه منله
ستا شرابي سترګې چې اُور لمبه وې
زما توبه به خلقو څه منله
زما خبرې ته چا غوږ نه نيوو
هر سړي ستا خبره وه منله
که مېخانې ته دې راوستی وی څوک
سپرليه ما به دې هله منله
یارانو تاسو ته ګناه نشته دی
ما به پخپله د هغه منله
ما درته وې چې دروغژن وي ښکلي
صابره تا به زما نه منله