...

صاحب شاه صابر

حسن چې ګلونه شي رنګونه شي

زړونه بهارونه بهارونه شي

څو چې هغه سترګې هغه سترګې وي

څنګ به زمونږ زړونه زمونږ زړونه شي

دا ښکلے د کوم سپرلي د کوم کلي

هسې چې لږ وخاندي ګلونه شي

دا زخمونه دومره بې نوا نه دي

دلته د دردونو محفلونه شي

چا ته د دعا په وخت کښې یاد نه وي

ورک دې د مئینو نصیبونه شي

ته د انتظار شپه یوه شپه ګڼې

ما ته خو کلونه شي عمرونه شي

ستا یادونه دومره بلا دومره ډېر

څه مې شوګیرې څه مې خوبونه شي

مینې مینې زړونه وینې وینې شو

درنګ له به د وینو بارانونه شي

مه منه د ښکلو تسلي مینې

ورک دې د منکرو قسمونه شي

یه صابره دې سترګو ته اوګوره

هېر به دې جامونه جنتونه شي