صاحب شاه صابر
څوک چې د مینې د منظره ووځي
هغه د ژوند د سمندره ووځي
هغه سړے به د نظره کړي څوک
هغه د هر چا د نظره ووځي
ستا د یادونو د دردونو څړیکې
پورې راپورې د ځیګره ووځي
خدایه په هغه زړه به څه تېرېږي
چې بېنوا د یار د دره ووځي
هغه سور اور یې هغه سړیکه نه یې
چې د مئين زړه د پرهره ووځي
زما خودسره باغي شوے نظر
د یار د سترګو د اثره ووځي
چې د خورو زلفو تیارې رڼوې
صابره اور به دې د سره ووځي