...

صاحب شاه صابر

زما وجود شوې زما ساه نه شوې

زما اشنا، زما اشنا نه شوې

سم د ماښآمه دې وعده کړې وه

خو تر سحره راپیدا نه شوې

ما ته خپل ځان او ځان مې ته گڼلې

ته د خپل ځان وې ته د چا نه شوې

ښه ده چې دومره خو دې وپېژندم

مخې له راغلې وارخطا نه شوې

زه وسوسو په مخه واخيستمه

تا شونډې پرانستې گويا نه شوې

زه دې الفت ته ملامته کړمه

د يار بلا زما بلا نه شوې

سترګې يې بيا هم پښتنې وې کنه

بې وفا شوې خو بې حيا نه شوې

مينې منمه چې د هر ازمېښته

زه وروستو نه شوم ته په شا نه شوې

زړه د بلا ښېرو مې ووينځلې

خو د وهمونو نه صفا نه شوې

تا د صابر لېونتوب څه؟ وليده

ته د صابر د زړه سودا نه شوې