...

صاحب شاه صابر

په انګارونو کې مې ونغاړه زخمونه

کېږده په زلفو کی ګلونه

په تودو څړیکو راله وینځه پرهرونه

کېږده په زلفو کې ګلونه

 

ماښام په سترګو کې لمبې کړه

بلې د سرو ګلو ډیوې کړه

ما سرګردانه ليونې کړه

په زړه مې ښخ کړه د بڼو تېره سرونه

کېږده په زلفو کې ګلونه

 

زما د دواړو سترګو توره

باڼه څنګزن کړه ما ته ګوره

یه د ښاېست د سپرلي اوره

لږ مې رڼا کړه د دردونو تصویرونه

کېږده په زلفو کې ګلونه

 

لږ مې په سترګو کې دمه کړه

د وجود رګ رګ می نشه کړه

د عمر تنده مې سړه کړه

نن مې رښتيا کړه د خوبونو تعبیرونه

کېږده په زلفو کې ګلونه