صاحب شاه صابر
منم چې ته د حسن د رنګونو باډیوه یې
منم چې ته د مینې د مستۍ بله ډیوه یې
منم چې ستا په سترګو کې د نوې نشې اور دی
منم چې ستا په شونډو د سپرلي د خندا شور دی
منم چې ستا نازونه پرهرونه خندوی شي
منم چې اداګانې دې سپرلي لمبه کوی شي
منم چې ستا په زړه کښې څه خبره څه قیصه ده
منم چې ستا زمانه څه خفګان دی څه ګیله ده
پوهېږم په غصه غصه کتلو دې پوهېږم
د سترګو د بڼو په خوزولو دې پوهېږم
زه هم څه وئیل غواړم خو په زړه زړه کې ویرېږم
د مخه دې شرمېږمه، د سترګو دې شرمېږم
چې خوله جوړول غواړمه حیا راشي پیکه شم
په ځان پورې خندا راشي د ځان سره کچه شم
دا نه چې زه بې زړه یمه یرېږمه شرمېږم
دا نه چې زه بې مینې یم د مینې نه پټېږم
دا نه چې ستا د حسن په رنګونو بدګمان یم
دا نه چې ستا د مینې په لوظونو بدګمان یم
خو دا ماحول د مینې د الفت دپاره نه دی
دا کلی دا وطن د محبت دپاره نه دی
دا بېله ده چې زه پکښې د عشق سندرې وایم
دا بېله ده چې زه پکښې سره د مینې پایم
خو زه چرته د بلې خټې جوړ یم خبر نه یم
چې هر څومره کړېږمه دردېږم دومره خه یم
د خپل وجود په اور کښې لکه شمه ویلي کېږم
د ګل هسې چې هر څومره دوړېږمه ټوکېږم
خو ته مې د فرېب په جادوګرو پېرزو نه شې
خو ته مې د دې خلقو په خبرو پېرزو نه شې
دا خلق خو ته پېژنې چې څومره دروغژن دي
مخونه یې صفا سهي خو زړونه یې خیرن دي
د مینې د مئینو دښمني یې مشغله ده
نفرت یې د ژوند لویه مستنده فلسفه ده
زه خپله فکر وړی یم حېران یمه سودا کړم
چې داسې څه ځائی وګورم چې داسې څه پېدا کړم
چې تا پکښې د مینې د دردونو غوندې پټ کړم
چې ځان پکښې د خپلو پرهرونو غوندې پټ کړم
چې تا پکښې د دې خلقو د سترګو نه پناه کړم
چې ځان له پکښې جوړه د الفت بله دنیا کړم