صاحب شاه صابر
د یارانې لوظونه مه ماتوه
مه کوه مه! ګلونه مه ماتوه
ګله بې ځایه سترګې مه خړوه
هسې زموږه زړونه مه ماتوه
د احتساب وختونه تلې ساقي
یرېږه مه جامونه مه ماتوه
زمانې مه چېړه د زړونو سره
د محبت ملکونه مه ماتوه
قاصده هیرې قیصې مه یادوه
د زړه ورغلي ورونه مه ماتوه
د شېرینۍ شرطونه وپېژنه
فرهاده! هسې غرونه مه ماتوه
ستا زنځیرونه ماتېدونکې نه دي
صابره! خپل لاسونه مه ماتوه