صاحب شاه صابر
ستا په خورو زلفو کې شپه کوومه
د عمر ستړی یم دمه کوومه
ستا د تودې
غیږې
سودا اخیستی
یخې
سیلۍ ته شوګیره کوومه
د پرهر ژبه می تڼاکی شوله
ستا د تودو شونډو قیصه کوومه
ستا د جبین ائینه تته مه شه
زه پکی خپله تماشه کوومه
ستا د بڼو د تصور په سوری
لږ غوندی خوب هره غرمه کوومه
د الزامونو د سورو لاس ازاد
د جانان
ذکر په ښکاره کوومه
په دردېدلو
تړقېدلو
څړیکو
ستا د یادونو وظیفه کوومه
مینه منم خو پښتو نه ماتووم
ستا نه
بغېر به ګوزاره کوومه