صاحب شاه صابر
اوس يې د زړونو سوزېده زده کړه
سترګو دې اور
لمبه کېده
زده کړه
د ګړنګونو خو به اوس پریوځو
غرڅنۍ تا د هوسۍ
تله زده کړه
ستا دېوالونه د نظره مه شه
ما اسمانونو
ته خاته زده کړه
یارانو نن مې
لیونی
وګڼئ
ښكلي اشنا
ښکلي کاته زده کړه
دا مې په يو کتاب کې نه شو لوستی
د محبته چې مې څه زده کړه
ساقي په داسې غم دې واړولو
نه مې توبه زده نه مې څښه زده کړه
زه دې احساس د سمندر لامبوزن
ما په سور اور کې اوسېده زده کړه