صاحب شاه صابر
دردونه په سینو کې پرهرونه په سينو کې
ساتو د مينی لوی لوی ارمانونه په سینو
کې
په تمه د سپرلي د رنګینو د بارانونو
ساتلي مو تنکي تنکي زخمونه په سينو کې
یرېږو د یارانو تنګ نظرو د خبرو
وراسته مو کړل د ښکلو تصويرونه په
سينو کې
خوږو خوږو سندرو ته لېواله لېوني یو
ټوکېږي مو خواږه خواږه دردونه په سينو
کې
زمونږ مخې ته څه د نفرتونو دېوالونه
بهېږي مو د مينې دریابونه په سينو کې
تر هغې به رواج د خاموشۍ ته خطره وي
تر کومې چې درزېږي زمونږ زړونه په
سينو کې
دنیا پکې د حورو د غلمانو د شرابو
زمونږ لېونو زړونه جنتونه په سينو کې
د مينې د ګودر چپو وهلي یو صابره!
زمونږه هسې نه خېژي برېخونه په سينو
کې