صاحب شاه صابر
زړه به د مینې سمندر ګرځوو
ستا د غم غرونه به په سر ګرځوو
په څړیکو هغسې دردونه پېرو
زخمونه هغسې پرهر ګرځوو
اوس هم د مینې لېوني خیالونه
ستا د یادونو په ګودر ګرځوو
یو ښکلی هغسې نیازبین دی زموږ
یو سړی هغسې په سر ګرځوو
یو ښکلی هر وخت په نظر کې ساتو
یو ګل په ګوتو کې اکثر ګرځوو
د نفرتونو د تیارو د وېرې
په زړه کې پټ د مینې لمر ګرځوو
زموږ د شپې شوګیرې هسې نه دي
په ښار کې زېری د سهار ګرځوو