صاحب شاه صابر
نوی سبق نوی کتاب غواړي
غرڅنۍ سترګې انقلاب غواړي
نننی ژوند، نننی عقل فکر
نوی نظر، نوی نصاب غواړي
ستا ده ښاېست په نوم بدنامه مينه
ستا ده قامت ده صليب تاب غواړي
خيال په خوارو زلفو کښې وغځېده
ځواني مستي غواړي، شراب غواړي
سترګې څه بل رنګې ښاېست لټوي
مينه څه بل شان انتخاب غواړي
ده بې وسۍ خاموشه غلې جذبې
لړزیده غواړې، اضطراب غواړي
يو سړي ځان ته ملامت و نه
وې
هر څوک د نورو احتساب غواړي