...

صاحب شاه صابر

ستوري یو، ډېوې یو، مشالونه یو

مونږه به د غرونو یو، خو غرونه یو

څه حاجت زمونږه په چا څه پرواه

خپله لېونی، خپله دشتونه یو

عشقه چې هر څه یو ستا د خاورې یو

کاڼی یو، غمی یو، که لعلونه یو

تل د طوفانونو سره نښتی یو

څومره ناقلاره ارمانونه یو

ودردېږو، خُوږ شو چې څوک وه ژاړی

څه د لېونو خُوږمنو زړونه یو

وټوکېږو، ورژېږو خاورې شو

مونږ د پښتنې مېرې ګلونه یو

هغسې هم سوځو، هم رڼا کوو

هغسې بل شوي انګارونه یو