صاحب شاه صابر
نه یو ټکی دی
یو غږ دی
یو افت دی یو
غضب دی
چې په کومه
ژبه واوړي
هغه ژبه
دایمي شي
لافاني شي،
لاثاني شي
نه تتیږي، نه
غوڅيږي، چې خوځيږي
د چا راج ته
خطره وي
د چا تاج ته
خطره وي
نقص امن وي
فتنه وي
د مودو نه د
صدو نه
د کلونو د
پېړو نه
سردارانو
نوابانو
زورورو،
امیرانو
دغه ټکی فتح
نه کړو
په دې ټکي کې
لوی توان دی
د عمرونو
پهلوان دی