صاحب شاه صابر
که ته د خپل ښایست په نوم په کلي کې بدنام يې
زه هم د محبت په نوم د ژبې اویزان یم
که ته د خپل ښایست د نزاکت قصیده گو يې
زه هم د تورو زلفو سپینو لېچو غزل خوان یم
که ته ددغه ښار د محفلونو رنګینی يې
زه هم د زندګئ د قافلې روح روان يم
که ته د یو څو زړونو د یو څو ورځو باچا يې
زه هم د حسرتونو د جاګیر خود سره خان یم
که ته د گل په شونډو د سپرلي بله ډيوه يې
زه هم د پسرلي د رنګینو نوی سحر یم
که ته د خپل ښایست به بام ختلی مازیګر یی
زه هم د مينې نوى لمبه شوی مازیګر یم
که ته د خپل ښایست د زوره نوی لیونی يې
زه هم د محبت د لويې لارې مسافر يم
که ته د اداګانو د نازونو جادوګر یی
زه هم د لېونتوب د کمالونو نه خبر یم
که تا د خپل ښایست په مدرسه کې څه ويلي
ما هم د محبت د کتابونو څه زده کړي
که تا د خپل ښایست په پتنګانو لوبې کړې
ما هم د زندګی د تکلیفونو څه زده کړي
که تا په ډیرو خلقو خپلې
سترګی ازمايلي
ما هم د پرهرونو د دردونو څه زده کړي
د نورو قيصې نورې دي زما خبرې نورې
زما نه که ته زړه غواړې زما زړه ته به ګورې