صاحب شاه صابر
د زړه له درده لېونی شوې که نه
زما صابره ته سړی شوې که نه
تا د الفت معجزه نه منله
زه چې لمبه شوم ته لوګی
شوې که نه
د محبت ګرمي دې ولېدله
په یخو واورو کې خولې شوې که نه
ما چې د زړه د رڼا رنګ ورکړو
د انتظار لارې رڼې شوې که نه
نوی الزام راباندې ولګوه
زړې خبرې خو زړې شوې که نه
ما درته وی چې سترګې مه توروه
د خلکو سترګې درپسې شوې که نه
د بڼو سېورې ته مې کېنولې
صابره سترګې دې مړې شوې که نه