صاحب شاه صابر
د یار د کلي
د کوڅې مازیګر
ما لېونی کړي
لېونی مازیګر
ما په جنت هم
بدل کړی نه دی
د محبت د
میکدې مازیګر
د زړه د درده
ناقراره وومه
د اور ترخې
اوبه مې څښې مازیګر
سم د ماښامه
تبې ونیومه
تا راته کړې
وې ښېرې مازیګر
رقیبان وبوږنېده
ووېرېده
مونږ چې شو
یو بل ته نزدې مازیګر
ستا د ښایست
نه تاوېده لوګېده
غزل غزل
سپرلی سپرلی مازیګر
ستا په کوڅه
کې راتر غاړې وځي
انګار انګار
لمبې لمبې مازیګر
ځان یې ستایه
د ځان صفت یې کوو
زما غزل یې
ما ته وې مازیګر
زمونږ کوڅې
ته دې کاته روان وې
زما صابره ما
لیدې مازیګر