صاحب شاه صابر
سینګار د زړه د پرهرونو کوو
نن سبا مینه د ګلونو کوو
په تودو څړیکو یې وینځلي ساتو
څومره پالنه د زخمونو کوو
کر د ګلونو ارمانونو کوو
سوال د سپرلي د بارانونو کوو
بویه چې دا ازغي ګلونه سپړي
بویه چې لوبې په رنګونو کوو
چې د خوبونو تعبیرونه غواړو
بیا خو به لوبې د سرونو کوو
څومره بې خوږو بې خوٙږو خلکو ته
کیسې د زړونو د دردونو کوو
یاران د تېرې زمانې یادوو
ارمان د ورانو محفلونو کوو
که د هر ښکلي قدمونه شمارو
خو وظیفه د یار د پلونو کوو
هر وخت به څه نوې کوو خبره
یوه خبره د کلونو کوو
په خورو زلفو کې مې وزنګوه
بیا به خبرې د دارونو کوو
د مینې سل مجبورۍ سل غمونه
انتظار هم په انګارونو کوو