صاحب شاه صابر
زه اوس هم کله کله
له خپل عادته مجبور
د محبته مجبور
په هغه لاره ځمه
هغه کوڅې ته ګورم
هغه کوڅه چې چېرې
ستا د لیدو ځای و
د اوسېدو ځای و
ماته جنت ښکارېده
د ښایستونو جنت
د الفتونو جنت
زه اوس هم کله کله
له خپل عادته مجبور
په هغه لاره ځمه
هغه کوڅې ته ګورم
چېرته چې ته اوسېدې
ستا ګاونډیان وو پکې
بلا کسان وو پکې
ټولو به ته پېژندې
ټولو به زه پېژندم
زموږ په زړه پوهېدل
ښځې نر ښه پوهېدل
کله به یې ته څارلې
کله به یې زه څارلم
چا د دېوال د سره
چا د کوټې د بره
چا د خپل وره نه پناه
چا د ګوټ پېره په غلا
پټ پټ څارلو موږه
ازارولو موږه
خپه کولو موږه
چا پوهولو موږه
خو موږه نه پوهېدو
موږه په څه پوهېدو
موږ د چا نه اورېده
موږ د چا نه منله
موږ خو د مینې په نوم
د محبت په خاطر
په هر څه اور لګاوه
د هر څه تېر ناست وو
زموږ د زړونو په اور
زموږ د مینې په شور
هغه کوڅه ګرمه وه
د ژوند کیسه ګرمه وه
زه اوس هم کله کله
له خپل عادته مجبور
چېرته چې زه درتلمه
چېرته چې ته اوسېدې
بلا کسان وو پکې
وران ماشومان وو پکې
ټولو به ته پېژندې
ټولو به زه پېژندم
څوک اشنایان وو زما
څوک دښمنان وو زما
چا به زما په لیدو
ماته ګلونه راوړل
د کشمالو ګلونه
ستا د کمڅو ګلونه
چا به زما په لیدو
ماته حالونه ویل
زما او ستا حالونه
څوک به خپه وو له ما
څوک به غوسه وو ماته
چا به په پټه پټه
خلکو ته ووې زما
چا به په چیغو سورو
دنیا خبر کړه په ما
ورځ د محشر کړه په ما
زه اوس هم کله کله
له خپل عادته مجبور
په هغه لاره ځمه
هغې کوڅې ته ګورم
اوس په هغې کوڅه کې
خاوروې ریګونه، نشته
وران دېوالونه، نشته
رغښتي کورونه، نشته
کاڼي ټوپونه، نشته
اوس په هغې کوڅه کې
هر خوا پاخه کورونه
د ښختو سره کورونه
هر خوا پاخه فرشونه
خو اوس د هغې کوڅې
هغه مزه نشته دی
هغه چرچه نشته دی
هغه بې سره پېغلې
هغه خودرسره زلمي
هغه بې غمه واړه
هغه ساده ماشومان
د شورو شره پاتې
د هنګامو وتي دي
د رنګینو وتي دي
هر څوک د ژونده ستړی
هر څوک په ژوند کې ستړی
نه زندګي پېژني
نه رنګیني پېژني
نه پسرلي پېژني
نه لېوني پېژني
دا په دوی څه شوي دي؟
دا په دوی څه شوي دي؟
حالات سنګین سهي خو
داسې سنګین خو نه دي
دومره غمګین خو نه دي
چې د سړي له سترګو خوبونه وتښتوي
یادونه وشکوي
د خپل ماضي یادونه
د مستقبل خوبونه