صاحب شاه صابر
کله ګلاب کله لونګ راوړم
ستا د کوڅې څه نه څه رنګ راوړم
بلې نشې مې سودا ورکه نه کړه
ځم د ګودر د غاړې بنګ راوړم
شوګيرې سترګې خوبولی نظر
ستا د څنګلې ستا د څنګ راوړم
د محبت نوې دنيا لټوم
د زندګو نوی آهنګ راوړم
ستا د بڼو په ژبه ځان پوهوم
پرېږده چې زړه په وینو رنګ راوړم
ستا خوږو سترګو ته خواږه ګورمه
زه لیونے یم ځان له جنګ راوړم
هغه صابر یم که په هر ځای کې یم
تا له راځمه ستا قلنګ راوړم