صاحب شاه صابر
نه په دعا، نه په هنر کيږي
عشق د سر لوبه ده، په سر کيږي
زړه مې خورېږي، زلفې مه خوروه
د خورو زلفو مې خطر کيږي
ستا د کوڅې خاورې په سر بادوم
په ما څه چل هر مازیګر کيږي
زه د هر ښکلي په وعده تېروځم
زما نه دا غلطي اکثر کيږي
زړه که مې سل ځله د کاڼی کړمه
خو په ده ستا د مخ اثر کيږي
اوس هم زما او ستا د مینې ذکر
کله نه کله په ګودر کيږي
د ښایستونه د سپرلي په تمه
د محبت د فصل کر کيږي
شپه به د مینې په کیسه تېروو
نورې خبرې به سحر کيږي
زما صابره ستا د مینې په نوم
ما سره هره ورځې شر کيږي