صاحب شاه صابر
ما ستا د حسن د سپرلي په تکل
لکه د لمر د
رڼو څړيکو د رڼو پلوشو
د لوړو غرونو په اوچتو څکو
لکه د ستورو د ګلونو ډيوې
د زړه زخمونه بل کړل
نوي زلمي زخمونه
تنکي تنکي زخمونه
ما ستا د حسن د سپرلي په تکل
ستا د خايست د پېغلتوب په درک
د کهکشان د رڼو ستورو د رڼا په قدم
د تورې شپې د شوګيرې په لاره
په تودو شګو په تودو رېګونو
ستا د ښپو پلونه کتل
ستا قدمونه کتل
د زړه د تله په اخلاص او مينه
ما ستا د حسن د سپرلي په تکل
په هسکو هسکو لوړو لوړو غرونو
د سپينو واورو د خور شوي څادر
د هر پلو په مخ ستا سترګې کتې
رڼې خواږې خواږې شېرينې سترګې
د خلوص ډکې مينې مينې سترګې
ما ستا د حسن د سپرلي په تکل
د دې اودي اسمان اوږدې لمنې
سپينې او سرې لمنې
په يوه ساه په يوه منډه کتې
ما ستا د حسن د سپرلي په تکل
ستا د خايست د پېغلتوب په ارمان
د خپل مين زړه د رباب تارونه
د خپل احساس په ګوتو وټنګول
خو د ستا د حسن د سپرلي نغمې مې وانه ورېدې
هغه نغمې چې د مودو مودو نه
زما په خيال او تصور ورېدې
زما دا خوږ زړه په رباب غږېدې
ما په ډير خيال په ډير خلوص او مينه
ستا د هر خيال د هرې ونې هرې شنه څانګه کې
نوي ټالونه جوړ کړل
د خپل نطر د فکر و فن ټالونه
د زړه معصوم مې پکې وزنګوو
ستا د ليدو په ارمان
ستا د موندو په ارمان
خو! ته مې ونه ليدې
خو! ته مې ونه موندې
اوس راته داسې ښکاري
لکه چې خوب مې ليدو
درنه لړه کې ډوب
په داسې دهند په داسې لړه کې ډوب
چې پکې ډوب شومه زه
چې پکې ورک شومه زه
اوس مې ژوند دا دې اوس مې حال داسې دې
چې ځان مې ورک کړ ته مې ونه موندې
اوس د خپل ځان په تکل خپله ګرزم
اوتر اوتر او لېونې ليونې
په غر او سمه ښکته بره ګرزم
لکه چې خوب وينمه
په خوب کې منډه وهم
د يو منزل په طرف
د يو مرام په ارمان
د حوصلې د غم د صبر په ډاډ
د ولولو د ارزوګانو په نوم
د درد د اور په رڼا
ستا د خايست د پسرلي په تکل
ستا د ليدو په تمه
ستا د موندو په تمه
د ځان تکل کوومه