صاحب شاه صابر
د صدو نه
د مودو نه
د کلونو
د پېړو نه
څو کسانو
ظالمانو
سردارانو
د انسان عظمت لوټلو
د انسان غېرت لوټلو
هر څوک سوی لولپه
و
خو چا هيڅ ويلی نه شو
خو چا هيڅ کولی نه شو
د چا ډله، نه پره وه
نه رهبر، نه قافله وه
نه همت، نه حوصله وه
نه اميد و، نه اسره وه
بې وسی وه، مجبوري وه
د بتانو بندګي وه
دردېده وو، تزنېده وو
لوګېده وو، سوزېده وو
اخر جام د صبر ډک شو
يو سحر ناڅاپه غږ شو
يو بنده د خدای پیدا شو
پېغمبر شو، رهنما شو
بې اسرې، بې وسيلې و
خو سړی د کار سړی و
د خپل خدای له شان خبر و
لوی نبي لوی پېغمبر و
د توحيد اعلان یې وکړو
د تجديد اعلان یې وکړو
په بتانو یې تور
ووې
په غټانو یې تور ووې
د مظلوم هېبت یې ورک کړو
د ظالم غرور یې سپک کړو
سرداران یې کور
و کر کړو
ټول بتان یې کنډ
کپر کړو
د تفريق زهر یې خام کړو
د توحيد شراب یې عام کړو