صاحب شاه صابر
وریځې راوله باران راوله
زلفو له څنډ ورکړه طوفان راوله
لر کړه د مخه آئینه لرې کړه
ما د حیرت له بیابان راوله
سپرلیه زه به دې احسان ومنم
خو ته دځان سره جانان راوله
ځه چې واپس زړې قیصې نوې کړو
راشه واپس هغه دوران راوله
ماښام لمبه کړه تياري وتښتوه
بله ډیوه شه پتنګان راوله
واعظه نه په تقوی نه رغېږم
ما له ساقي د روهستان راوله
زړه، نظر، سترګې په جرګه درولم
ښکلي راغونډ کړه رقیبان راوله