صاحب شاه صابر
کلی خبر دی څوک دې و نه ویني
مه ځه سهر دی څوک دې و نه ويني
زما د هر سړي نه وېره کیږي
په چا باور دی څوک دې و نه ويني
په هر ګوټ پېر د نظرونو څوکې
هر خوا خطر دی څوک دې و نه ويني
په دې شکمنه بلۍ مه ودرېږه
وخت مازدیګر دی څوک دی و نه ويني
کیسې پرېږده لنډه خبره کوه
لاره ګودر دی څوک دې و نه ويني
خواله مې مه راځه بدنامه به شې
سحرا ده غر دی څوک دې و نه ويني
په دې کوڅو کې مخامخ صابره
د جانان ور دی څوک دې و نه ويني