صاحب شاه صابر
هغه مستي، هغه غورځنګ نه کوي
سترګې دې اوس د مینې جنګ نه کوي
د پېغلتوب د مستۍ خیر خو دې وي
بنګړي دې شور نه کوي، شرنګ نه کوي
زموږ د ښار ښاپېرۍ اوښکې پیري
زموږ د غره غاړې لونګ نه کوي
هغه هم ستا د بڼو وبوږنېږي
چې د سنګزنو تورو څنګ نه کوي
موږ په دې لاره بلا وینې تویې کړې
خو هسې نه رڼېږي، رنګ نه کوي
د محبت په سیند وینځلي زړونه
په خیرو نه خړېږي زنګ نه کوي
صابر د مینې د نشې اموخته
په صابر بنګ نه لږي، بنګ نه کوي