...

صاحب شاه صابر

د ارمان ونې مې سمسورې نه کړې

خو د وفا لارې مې نورې نه کړې

د درد په څړيکو کې مې وخندوه

غم له مې نوري سترګې تورې نه کړې

د انتظار د صحرا تنده توبه

په ما یې هسې لمبې پورې نه کړې

خدایه که هر سيوري ته کېناستمه

هېر مې د هغه زلفو سيوری نه کړې

اوس مي د نوم د توره مه یرېږه

ما درته وې چې سترګې تورې نه کړې

د هر پرهر نه مې نچوړ کړه وينه

خو د نظر پیالې نسکورې نه کړې

د درنو سترګو درنو زلفو مينې

هسې نه ما په زړه کمزوری نه کړې

ځان مې په څه څه لمبو ونه سېزو

ته مې د کوم کوم اسمان ستوری نه کړې

ما پرې د زړه د وينو رنګ ونوستو

ما د غزل تقاضې سپورې نه کړې