صاحب شاه صابر
د یقين کور بيخي میرات نه شو
زړه که مې وچاودو خو مات نه شو
مينې ته یو وخت ملامته نه شوم
غم دې په یو موسم کې قات نه شو
نن دې بڼو راسره جنګ و نه کړو
نن دې کاته راته پسات نه شو
دَ زمانې زیاتي ته ګوره کنه
په مونږ یې سود یو ملاقات نه شو
په دې ښار داسې نفرتونه آباد
دَ مينې نوغی پکې زیات نه شو
څه که حالاتو پرې لښکرې وکړې
زړه مې خيبر و سومنات نه شو
صابره نه به وي سپرلی به نه وي
که لېونتوب مې پکې زیات نه شو