...

صاحب شاه صابر

هغه وې چې ته وحشي یې

د فطرت غلام قیدي یې

بې تهذیبه، بدخصلته

د خپل جهل زنداني یې

د ماضي تیارو کې اوسې

د وحشت لمبو کې اوسې

ستا هر خیال د غم بنده دی

ستا هر فکر پسمانده دی

ستا ژوند ستا په اوږو بار دی

ستا تاریخ د خوار و خوار دی

دا چې ستا کوم ثقافت دی

دا خو ظلم دی وحشت دی

دا چې ته په څه نازېږې

دا چې ته ترېنه ځارېږې

دا چې تا ته اسمان ښکاري

چې پرې لوی درته خان ښکاری

لېونیه دغه څه دي

حقه دا ده چې هیڅ نه دي

ستا د خیال په هماله کې

ستا د ننګ په هندوکش کې

ستا د مینې په هر دشت کې

یو څو سروې دي چینار دي

څو نښتر قطار قطار دي

نور خو وچ کاڼي د غره دي

یا سړې یخې اوبه دي

هغه وې چې ته وحشي یې

د خپل جهل زنداني یې

دا چې ته په څه نازېږې

دا چې ته ترېنه ځارېږې

ناخبره دغه څه دي

ځان خبر کړه چې هیڅ نه دي

ستا زرتشت خو لېونی وه

ګوتم بدهـ هم څه سړی وه

ستا مزدک د څه خبر وه

بایزید خو سور کافر وه

یوه فتنه وه لوی فساد وه

جلاله وه که احداد وه

مزراخان غریب مجذوب وه

دولت تش په ځان کې ډوب وه

رحمان خوار غریب سړی وه

خوشحال مست وه لېونی وه

ایمل خان د تورې نه وه

دریا خان غریب د څه وه

د خپل قام فکر تاوان

که حمید که علي خان وه

میرویس ځان دنیا ته پړ کړه

چې ګورګین غریب یې مړ کړه

احمدشاه جهان لتاړ کړه

ګوره ټول هند یې ویجاړ کړه

ګوره دا ستا ثقافت دی

ګوره دغه ستا حالت دی

ستا د زړه ساتلو څوک دي

ستا د ناز کولو څوک دي

خپل ځان ما ته حواله کړه

راشه ما نه تهذیب زده کړه

زه د ښه ملک استوګن یم

مهذبه یم، شتمن یم

زه د هر وحشت دښمن یم

د انسان په غم غمژن یم

ستا په حال یم تزنېدلی

ډېر د لرې یم راغلی

ته چې ژوند زده کړې ژوندی شې

چې زما په شان سړی شې

 

تا به پرېږدم دې وطن ته

زه به ځم درنه لندن ته

زما خپل وطن ډېر ښکلی

په تهذیب، علم ښاغلی

زما هر فن د کتو دی

زما هر ښار د لیدو دی

په قدم قدم ګلونه

په کوڅه کوڅه کلبونه

په هر ځای کې ګڼ علمونه

د علمونو کتابونه

په هر لوري کارخانې دي

روزګارونه دي مزې دي

زلمي پېغلې په روزګار دي

په دفتر یا په بازار دي

هر خوا مینه ده مستي ده

هر ځای حسن دی شوخي ده

هر شاعر مې لوی مجنون دی

هر فنکار مې افلاطون دی

که زما حالت دې ولید

د تهذیب دولت دې ولید

په وحشت به دې پښېمان شې

زما نوم ته به حیران شې

 

ما وې منم زه به خوار یم

د خوراۍ نه به په دار یم

د هنر شور به مې نه وي

د مستۍ زور به مې نه وي

د تاریخ ائین به ډنډ وي

د تهذیب لاس به مې لنډ وي

په تایرو کې به خړو بیم

خو بیا هم په سړیتوب یم

د خپل ملک د تندي خال یم

په خپل کور کلي خوشحال یم

د انسان ابادي غواړم

د هر قام ازادي غواړم

د هر علم قدردان یم

د فنونو ثناخوان یم

که په سمه که په غر وي

خو چې علم او هنر وي

په مشرق که په مغرب وي

فلسفه تاریخ که طب وي

دې کې ستا او زما نشته

ځان خاني نشته غلا نشته

هر چې علم د جهان دی

وراثت د هر انسان دی

چې د هر چا پرې لاس بر شي

پکار ده چې ترې خبر شي

هر عالم او فنکار ښه دی

هر یو ګل او ګلزار ښه دی

چې غمژن د بل په غم دی

هغه هر څوک محترم دی

ته چې ما باندې مئین یې

چې زما په غم غمژن یې

ته چې ما ته تهذیب ښایې

ته چې ما ته علم ستایې

بیا په ما ولې غورځنګ کړې

خامخا راسره جنګ کړې

دا پوځونه دې واپس کړه

دا ټینکونه دې واپس کړه

خپل جازونه دې واپس کړه

د بارودو کرل بس کړه

 

هغه اووې چې سړیه

اې کم عقله لېونیه

دا هر څه ستا د فایدې دي

ستا تیارو کې دا ډېوې دي

دا ستا سره کاڼیز سخت غرونه

درنې کندې ګړنګونه

دا خیبر دا ملاکنډ

دا تیاره د تیارو ډنډ

دا کړپه دا هشنغر

دا مابڼ، مردان ټکر

تاتره، خاپښ، ایلم

د قدم په قدم غم

هغه کورمه، لواغر

دا سپین غر، چونغر، شین غر

دا د اوسپنو سخت غرونه

پکې کلک د کاڼو زړونه

د چمن او پشین داړې

د توبې د غرونو غاړې

بې د توپو نه ساتیږي

بې ټینکونو نه سمیږي

ستا د ژوند ورانې خبرې

ستا د کور لوړې ژورې

د جازونو غرا غواړي

د بمونو درزا غواړي

دا هر څه به هواریږي

که مې څو تاوان پرې کیږي

چې دا هر یو شی هوار کړم

بیا به یې ستا له سره ځار کړم

زه به ځم په خپله مخه

ته کوه بیا خپله خوښه

ما وې زه د لوږې مرمه

ناست یم شپه او ورځ زړه خورمه

زما ټول فصلونه وړې ته

دا په کومه لاره ځې ته

هغه وې چې ته وحشي یې

ډېر ساده یې ډېر وهمي یې

دا خو ستا خېټه پالمه

دا خو ستا په غم ځان خورمه

ستا شډل بډل فصلونه

د کانونو خام مالونه

چې زمونږ په لاس مئین شي

ښایسته ښکلي په مشین شي

په څو چنده قېمتي شي

زمونږ لاس برکتي دی

خام مال څه زه خو دا والیم

تا به هم ځان سره بیایم

ته به هله باهنر شې

چې زما د ملک نوکر شې

چې زمونږ په کارخانو کې

په هوټلو، په بنګلو کې

خپل ژوند خاورې، ځواني دل کړې

پرمختګ به یو په سل کړې

 

ما وې دا زلمي نران

دا زما د قام ځوانان

چې یو مخ برتي کوې ته

دا په کوم لوري لېږې ته

که ژوندي چرته به ورک یې

څه به پته څه درک یې

که څوک مري چرته به مړه شي

څه به یې قبر، څه خازه شي

وې په اوتو بوتو سر یې

یه وحشي له څه خبر یې

چې دا څه کوې په څه مرې

دا زما دپاره نه مرې

د دنیا د ازاد خیالو

د هما پري جمالو

د جرمن سره جګړه ده

د فاشزم خطره ده

د انسان په نامه ننګ دی

د فاشزم سره جنګ دی

ما وې ښه چې جرمن مات شي

د فاشزم کور میرات شي

ته به خپل وطن ته لاړ شې

ته به بیا لندن ته لاړ شې

ته به خپل توره ډال کېږدې

زما ملک به ما ته پرېږدې

هغه وې چې ته وحشي یې

خپل اختیار غواړې باغي یې

څه خبر د خپل انجام یې

ته بنده زما غلام یې

ما سره بلا طاقت دی

زما ډېر لوی برکت دی

زه چې څه غواړه مه کیږي

که څوک مري څوک پاتې کیږي

ما وې دا ژوند خو ډېر ګران دی

ستا هر سود زما تاوان دی

ازادۍ کې لوی سکون دی

غلامي خو زړه چاودون دی

ستا د علمه وحشي ښه یم

له غلامه باغي ښه یم