صاحب شاه صابر
د ستورو قافلې چې د خیبر په زړه دېره شي
سپوږمی د تاترې او د ايلم سره جرګه شي
بولان سره زهره غیږه په غېږه خوله په خوله شي
په واورو د چترال کې پلوشې د لمر اوبه شي
په هره لار د حسن د احساس اورونه بل شي
په هر زړه کې د مینې غورځنګونه په غوبل شي
د هر ګودر په غاړه د درخو د بنګړو شړنګ شي
د هر کاني نه پورته د ادم د رباب ترنګ شي
د ژوند د احاس سترګو کې نظر د الآنی شي
په هره ونه غنه کې غېرت د ملالۍ شي
د مینې د مابن لبوني مست شي په ګډا شي
د ژوند د اباسین زړه کې موجونه په خندا شي
په هر ښكلي تندي کې د خلوص د وفا خال وي
په هر ښکلي نظر کې د خندا درڼا ټال وي
په غر په سمه يو شانٍ ګلونه شي شینکي شي
داغونه د غانټول ،د زړه زخمونه شي موسکي شي
په زلفو کې څوک ښكلي ،د ریدي ګلونه راوړي
مئین زړه ليونی شي د خندا نه په شا واوړي
سپرلیه! بیا راځه زما د مینې ایمان ګوره
راځه ځان خبروه زما د زړه زما د زوره
که ځان مې در لوګی نکړو که ټول درنه ځار نشوم
مست نشوم، نشه نشوم، ستا په غېږ کې خمار نشوم
نو بیا مې په سر سترګو د اجل په کاڼو وله
ما څه چې زما سیوری زما پل په کاڼو وله