...

صاحب شاه صابر

څه د ایلم ګلونه څه د تاترې ګلونه

زه د غزل شمله کې ږدم د زړه قطرې ګلونه

که د اټک د شملې ول کې نه وي نه دې وي خیر

خو د باګرام د ترکو زلفو کې دې وي ګلونه

زمونږ په ځان هم په رقیب د ژوند خواږه پېرزو شي

مونږ هم په هغه چمن غواړو هم په دې ګلونه

په هغه لارو کې مې هغسې په زړه وریږي

هغه لوظونه پسرلي هغه وعدې ګلونه

زما د هرې تلوسې د هر احساس په زړه دي

ستا د احساس ګلونه ستا د تلوسې ګلونه

ما ته د شپې د هر ازغي د سترګو کسي بریښي

زما په سترګو کې د ستورو پلوشې ګلونه

زما د زړه په صحرا وټوکېده وغوړېده

ستا د ښایست د پېغلتوب د اور لمبې ګلونه

صابره څوک که د سپرلي لاره ازغي ازغي ده

مړاوې دې نه شي د همت د حوصلې ګلونه