صاحب شاه صابر
نه مې موضوع فرسوده نه مې
نظریات فرسوده
زه د غزل کلي ته نه وړم
روایات فرسوده
هغه واعظ د می نوشۍ په طبع څه پوهېږي
د هغه ذهن فرسوده د هغه ذات فرسوده
د هغه ګل څه! په چمن او په سپرلي يې څه کار
هغه د خپل هوس بنده غواړي حالات فرسوده
د زلمو زړونو تنده غری ارمان څه پېژني
هغه زړې مېخانې هغه روايات فرسوده
مونږه د نوي رښتيا زهر څښو د زړه په مينه
زمونږه نه تيريږي قند وي که نبات فرسوده
څوک د خيام د نشې غله څوک د حافظ د نظر
د چا مستي ډېره زړه د چا جذبات فرسوده
زه د حالاتو د احساس نوی تعبير کومه
زما د زړه دنيا کې نه اوسي خيالات فرسوده