...

صاحب شاه صابر

د ادم سمت زامنو

په سودا و زیان مئینو

په دنیا قحط راغلی

په سړیتوب سخته ده

شابسې ګټه وکړئ

هله دولت وګټئ

چرته بې زور نه شئ

چې بې وزرو نه شئ

بیا به سپوږمۍ ته څوک ځي

څوک به اسمان ته خیژي

د ادم سمت زامنو

د تجارت واکمنو

په دنیا قحط راغلی

ستاسو غله ډېره ده

څه ته په اور اوسیژې

څه ته په سیند لاهو کړې

د دنیا قحط په قحط کړې

چې غله ښه ګرانه شي

چې ډېره ګټه وکړې

چې ستاسو ګټه وشي

چې تاسو ښه ماړه شئ

د خپل هوس دپاره

د خپل غرور په خاطر

د سړیتوب په مرۍ

تېره چاړه ښخه کړئ

چې ګرمې وینې وڅښئ

چې تازه غوښه وخورئ

هسې نه وږي نه شئ

هسې نه تږي نه شئ

ستاسو د کار خبرې

په لوږه تنده نه شي

تاسو څوک نه پېژني

تاسو ته څه وایي څوک

چې څوک او څنګه غواړي

د هغوی غوښه وخوري

تاسو څوک نه پېژني

تاسو څوک نه پېژني

ستاسو جامه د تهذیب

ستاسو خوراک د سړو

ستاسو خبرې خوږې

ستاسو ژوند ژواک د سړو

تاسو ته څه وایي څوک

خو! د مشرق د لوري

یوه سندره واورئ

یو غږ ته غوږ ونیسئ

یوه خبهر واورئ

د خپل ضمیر په مرۍ

دواړه لاسونه کېږدئ

د خپل احساس سترګو ته

د اور شپلونه جوړ کړئ

چې ځان ته و نه ګورئ

چې ځان و نه پېژنئ

هسې نه ځان ووینئ

هسې نه ځان ووینئ

د اور شپلونه جوړ کړئ

چې ځان ته و نه ګورئ

چې ځان و نه پېژنئ

هسې نه ځان ووینئ

هسې نه ځان ووینئ