...

صاحب شاه صابر

یوه ساده غوندې جینۍ ده یوه شډله پښتنه ده

چې زما په زړه کې اوسي زما سترګو کې دېره ده

هر احساس هره جذبه مې د وطن د ناموس غږ شي

هره امین ته خیبر نیسي هر بیربل ته کاټکله ده

که په ژوند مې رضا نه وه خو په مرګ یې پېرزو نه شوم

په جنون مې خوشه نه وه په روغوال يمې خفه ده

ما وې زه د شپې وېرېږم مخ راواړوه رڼا کړه

هغې زلفې راخورې کړې هغې وې چې تیاره ښه ده

دا زما خودسره عقل دا زما بې باکه مینه

د ایمان د سترګو نور دی د وفا د سر نشه ده

ما د ستروو ډېوې راوړې ما د زړه داغونه بل کړه

که د غم تیارې درنې دي که د هجر شپه اوږده ده

د حالاتو په تیارو کې ستا د یاد د ذکر شمع

د سپوږمۍ د رڼا تار دی د برېښنا د مخ ډېوه ده

چې سبا پښېمانه کیږي ځه له ننه رخصت ښه یې

زما مینه ډېره ګرانه زما لار ډېره اوږده ده