صاحب شاه صابر
د ایلم د زړه درزا ده، د باګرام د مخ آئین دی
هر ارمان مې تاتره ده، هر تکل مې اباسین دی
که د ژوند وزر یې مات دی خو د ننګ غږ
یې هېر مه شه
د توبې د غرونو باز دی، که د "سوات مارغه زرین" دی
د سپوږمۍ رڼا ته ناست یم د سهار سترګو ته ګورم
د تیارو مې خاطر موړ دی، د ورېځو مې زړه شین دی
که د یو یار مې زړه چاود دی په یوې یارۍ پښېمان یم
په ښاېست خو مې ایمان دی په وفا خو مې یقین دی
هر پښتون احساس مې وژني، هر پښتون ارمان مې وژني
د رقیب خیال د "بیربل" دی د جانان زړه د ګورګین دی
د صابر په ځان پېرزو شي د صابر شوګیرې خوښې
د اوږدو بڼو ځاریږي په ویدو سترګو مئین دی