...

صاحب شاه صابر

د ګلانو ښکالو اورم د وږمو ګنګوسې اورم

د سپرلي علامې وینم د بلبلو نغمې اورم

د خوږ زړه د درد لېمو کې سترګې سترګې یم غوږ غوږ یم

د سحر خندا ته ګورم د شپې ستړی زګیروې اورم

میخانې وي او که نه وي خو چې ستا په غم کې ډوب یم

کړنګا اورم شړنګا اورم سرود اورم نغمې اورم

د سپوږمۍ د مخ رڼا ته د حالاتو د جام کړنګ کې

د احساس ژبه ګویا ده د یارانو قیصې اورم

ستا له مینې منکر نه یم ستا له لوظ مې شک نشته

د شوګیره مې زړه چاودی چې لمسون د ډېوې اورم

د شفق د شونډو جام ته د وفا په غره دېره یم

په دعا د زرکو پایم د تنزرو نارې اورم