صاحب شاه صابر
تا چې زما د
حال خبر و نه وې
ما درته چرې
خپل نظر و نه وې
ما د احساس د
زړه ازار وا نه خیست
ما د ضمیر
قاتل ته نر و نه وې
ستا د نظر
سره مې وپالله
د زړه پرهر
ته مې پرهر و نه وې
ستا د لستوڼي
په خنجر پوهه وم
ما درته ځکه
د زړه سر و نه وې
د ژوند د حسن
د احساس سندرې
مونږه د کوم
کوم دار په سر و نه وې
ستا د قامت
په تاتره مې قسم
د هجر شپې ته
مې سحر و نه وې
د دیدن تندې
د حالاتو رقیب
کوم وخت سلام
زمونږ په در و نه وې