صاحب شاه صابر
ستا د نظر د
پلوشو په سیوري ژوند تېروم
د مینې خوب
یم د لمبو په سیوري ژوند تېروم
ستا د وعدې
ګل دې تازه وي ستا د شونډو په سر
زه به تر مرګه
د ازغو په سیوري ژوند تېروم
هغه چې ما یې
د دیوال په سیوري نه برېږدي څوک
د هغه ښکلي د
بڼو په سیوري ژوند تېروم
ته به تر
کومه په اقرار نه په انکار زړه کوط
زه به تر څو
د تلوسو په سیوري ژوند تېروم
څومره ساده
یم د بڼو په اشارو تېروځم
څومره هوښیار
یم د وږمو په سیوري ژوند تېروم
د چا د زلفو د
ورېځو غوړېدو په طمع
د درد و غم د
مېکدو په سیوري ژوند تېروم
چې د رڼا غرور
یې مات نه کړو درنو ورېځو
د هغو سترګو
د ډېوو په سیوري ژوند تېروم